روغتیا

په پنجشير کې په خوارځواکي اخته په لسګونو ماشومان بستر شول .

کابل / دلړم ٥مه / باختر :
په پنجشير کې په سختې خوار ځواکي اخته  يوسلوپنځه پنځوس ماشومان  تر درملنې لاندې دي .
  دپنجشير دعامې روغتيا رياست په واسطه  دثبت شويو شمېرنو له مخې ، په روان کال کې ددغه ولايت په مرکز کې  په سختې خوار ځواکي اخته زر تنه ماشومان  دهغوى دکورنيو په واسطه راويستل شوي دي  چې له دې جملې  څخه  دهغوى يوسلوپنځه پنځوس  اختلاطي اخته کسان لاتراوسه پورې هم  په بستر کې  شپې سبا کوي .
  دپنجشير دعامې روغتيا رياست  دتغذې دڅانګې  مسوول معروف صادقي وويل چې ددغه ولايت په دوو روغتيايي مرکزونو ايمر جنسي  او څلويښت بستريز روغتون کې بستر ماشومان تر درملنې لاندې دي اودټولو حالت مخ په ښه والي کې دى .
هغه زياته کړه  چې په خوارځواکي داخته ماشومانو ددرملنې  پړاونه له شلو ورځو څخه  تر درېو مياشتو پورې  وخت نيسي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته