امنیت

په ننګرهارکې د طالبانو د جنګي وسايلو د يوې ډيپو کشف

-کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي  وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .
په  دغې ډيپوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه ډيپو د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په شيخ مصري ښارګوټي کې کشف شوې ده .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو د دغې ډيپو له وسلو څخه په خپلو ډار اچوونکوبريدونوکې استفاده کوله .
د دغې ډيپو د ساتنې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته