امنیت

د وسله والو طالبانو يو جګپوړى قوماندان له خپلو دوو زامنو سره ونيول شو

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٤  :
د وسله والو طالبانو يو جګپوړى قوماندان له خپلو دوو زامنو سره په بغلان ولايت کې ونيول شو.
قوماندان رحيم هغه وخت چې له خپلو دوو زامنو سره په تروريستي فعاليتونو بوخت و؛ د ملي امنيت د ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملاخيلو له کلي څخه ونيول شو .
د بغلان ولايت د ملي امنيت رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولــو سره وايي چې د طالبانو جګپوړى قوماندان رحيم د وروستيو څوکلونو په بهيرکې ددغه ولايت په  ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونو بوخت و.
د وسله والو طالبانو له دغه قوماندان څخه يوه اندازه جنګي وسايل، چاوديدونکي توکي، ماينونه او تبليغاتي پاڼې ترلاسه شوې دي .
طالبانو تر اوسه پورې په بغلان کې د خپل دغه جګپوړي قوماندان د نيولو په باب څه نه دي ويلي .
دغه راز په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ملي امنيت منسوبينو په بغلان ولايت کې د حسيب الله په نامه د يو تروريست په نيولو بريالي شوي دي .
دغه تروريست چې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې  په تروريستي فعاليتونو بوخت و؛ له وسلې سره يې نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته