ښرنه باختر د چنګاښ ۲۶ مه
د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د تتور په سیمه کې د نږدې اتو ميلیونو افغانیو په لګښت د یوه کانال د رغولو چارې پیل شوې.
دغه کانال یو کیلو متر اوږدوالی لري چې د درېيو میاشتو په اوږدوکې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د پکتیکا د والي مرستیال انجنیر شېرباد شاه ارګوني د باختر اژانس سیمه یيز خبریال ته وویل چې دغه کانال د اوبو او انرژۍ وزرات له لوري رغول کيږي چې په جوړېدو سره به یې د نږدې زرو کورنیو د کرکیلې په زرګونه جریبه ځمکې خړوبې شي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ