امنیت

په هلمند کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل او ديولړ چاودنو مخنيوي

کابل باختردلړم پنځلسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دپوځيانو په عملياتو کې ووژل شول .
دغه بريدونه تيره شپه دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو ترسره شول .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې اته تنه طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې دوسله والو طالبانو دډلې درې پټنځي دړې وړې شوي دي .
ده وويل چې په دغو بريدونو کې پوځيانو اودسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په  هلمند ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
نن سهار امنيتي مامورانو دهلمند ولايت په ګڼ  ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ويل کيږي دغه ماينونه د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى کړى شوي و .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته