امنیت

د افغانستان په خاوروکې دپاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له امله دملګروملتو دسازمان په امنيت شورا کې دافغانستان شکايت.

 

کابل باختر د وږي ٣١

 په پاى کې دافغانستان مقاماتو ددغه هيواد په ځينو ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونوموضوع دملګروملتو دسازمان په امنيت شورا کې طرحه کړه .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارووزير ډاکتر زلمى رسول  دپنجشنبې په ورځ  په  نيويارک کې دملګروملتو دسازمان  په امنيت شورا کې دخپلې وينا په ترڅ کې دافغانستان په خاورې دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه وغندل او خبردارى يې ورکړ چې دغه شان بريدونه  د دواړو هيوادونو ترمنځ  اړيکې  له ګواښ سره  مخامخ کوي .

  دافغانستان دبهرنيوچارو وزير وويل : چې دغه  شان راکتي  بريدونه به دسولې د ټينګښت په لاره کې د داړو هيوادونو ترمنځ  په تجارتي اړيکو او همکاريو باندې منفي اغيزې وکړي .

  زلمى رسول  په دې وينا کې  په داسې حال کې چې پاکستاني سيال يې  هم حاضر و په افغانستان دپاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو دسملاسي بندولو غوښتنه وکړه .

  ويل کيږي چې  دملګروملتو دسازمان  دامنيت شورا  له غونډې وروسته  دافغانستان، پاکستان او دانګلستان د بهرنيوچارو وزيران د تروريزم پرخلاف دمبارزې د څرنګوالې د څيړنې او د ياغيانو په تيره بيا دحقاني دشبکې دجګړه مارانو د پټنځايونو دله منځه وړلو په باب دخبرو په باره کې يوه غونډه جوړوي .

 ويل کيږي په دې غونډه کې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير به دافغانستان په ځينو ختيځو  سيمو دپاکستاني پوځيانو د راکټي پريدونو موضوع هم  په جدي توګه  طرحه کړي  او په دې اړوند  د زياتو توضيحاتو غوښتنه وکړي .

 د افغانستان په ختيځ کې دکونړ او نورستان د ولايتونو  په ځينو سيمو کې  دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه د روان هجري لمريز کال  له لومړيو وختو څخه  پيل شوى دى  او تراوسه پورې  دپخوا په شان  دوام لري .

   د وړاندې شويو  شميرنو له مخې، تراوسه پورې  په افغانستان باندې د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونو له امله نږدې پنځوسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتى ده او دغه راز  ددغو سيمو  اوسيدونکو ته  زيات تاوانونه اوښتى دى .

  باختر اژانس ته په رارسيدلو خبرونوکې  ويل شوى دى  چې دملګروملتو د سازمان دامنيت شورا دغونډې ددوام په وخت کې هم د افغانستان  په ختيځو سيمو  دپاکستاني پوځيانو  راکټي بريدونو دوام درلود .

 داپه داسې حال کې ده چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې  دملګروملتو دسازمان  دامنيت شورا په غونډه کې وويل چې هيواد يې په افغانستان کې دامنيت دتامينولو او دتروريزم پرخلاف دمبارزې په کارکې له افغانستان سره همکار دى. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته