سیاست

اجرائیه رئیس د اروپايي پارلمان له غړو سره د اړیکو پر راتلونکي خبري وکړې

کابل باختر دکب دمياشتې  ٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي  د اروپايي پارلمان له غړو سره،‌ چي‌ په یاد پارلمان کي د افغانستان سره د اړیکو د
ځانګي مشر پیټراس اسټریویشیوس یې رهبري کول، ولیدل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  په دې کتنه  کي د افغانستان او اروپايي ټولني ترمنځ پر امنیتي او پرمختیايي همکاریو او راتلونکو اړیکو باندي بحث وشو.
اجرائیه رئیس په دې کتنه کي وویل، چي‌ افغانستان او اروپايی ټولني په ګډه د سولي، بیارغوني او اقتصادي پراختیا په برخو کي لازم ګامونه اخستي او بې شمېره پرمختګونه یې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چي دغه پرمختګونه باید وساتل شي او ددې اړتیا په نظر کي‌ نیولو سره د راتلونکو همکاریو لپاره لا ډېر ضرورت محسوسیږي.
ده یادونه وکړه چي د تروریزم پر ضد جنګ بریالی و، خو له افغانستان دباندي د خوندي پټنځایونو شتون دا جنګ له خنډونو سره مخامخ کړی دی.
اجرائیه رئیس د اداري او سیاسي اصلاحاتو پروسې ته په اشارې سره وویل، چي     د ټاکنو نظام له ژمني سره سم اصلاح شوی او د ټاکنو لپاره تيارى نیول کيږي.
ده همداراز وویل، چي د سولي په پروسه کي پرمختګونه شوي‌ او شوني ده، چي له طالبانو سره هم سوله وشي، خو باید تر هغه وړاندي د دطالبانو پټنځايونه او روزن ځایونه له منځه یووړل شي.
د اروپايي پارلمان  دغه پلاوي په دې کتنه کي وویل،‌ چي اروپايي ټولنه له افغانستان سره اوږدمهالو همکاریو ته ژمنه ده او د اصلاحاتو په برخه کي د اخيستل شويو ګامونو ملاتړ کوي.
دغو استازو وویل، چي د افغانستان سوله او امنیت، اصلاحات، انتخابات، د
دیموکراسۍ وده او د بشر حقونه د اروپايي ټولني د ماموریت په سر کي ځاى لري او
په  دغو برخو کي به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په دې غونډه  کي د افغانستان او پآکستان پر اړیکو،‌ د کډوالو پر بیا راستنېدنه او له افغانستانه د تللو کډوالو په اړه هم خبري‌ وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته