امنیت

طالبانو په فراه ولايت کې په سلګونو څاروي غلاکړي دي .

کابل باختر دوږي شلمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه په فراه ولايت کې دخلکو څه ناڅه  څلور سوه  څاروي وتښتول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر ګلبها مجاهد  دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو  دخاک سفيد ولسوالۍ دخوست کلي  داوسيدونکو څه دپاسه څلور سوه  وزې او پسونه له ځان سره  بيولي دي .
ده وويل چې پوليس  هلې ځلې کوي چې دخلکو دغه څاروي  له طالبانو څخه بيرته ترلاسه کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته