امنیت

پنځه طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه / باختر
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو مسوولین وايي چې د هلمند د مارجې ولسوالۍ په سعید کارېز سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په وژل شویو طالبانو کې د مارجې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول هم شامل دی.
پاى / وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته