– فراه/ باختر د لړم دمياشتې ٨ مه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې ووژل شول .
د فراه ولايت يوه امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو له شتون څخه د پشت رود ولسوالۍ د بلندي او د شمال ګاه د کليو د پاکولو په مقصد هوايي او ځمکني بريدونه ترسره کړل .
ده زياته کړه چې د دغو عملياتو له امله اته تنه نور طالبان ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ