ټولنه

په زابل کې لسګونو کارکوونکو ته د ظرفيت د لوړولو لپاره ورکشاپونه جوړ شول

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې اتمه
د بیلابیلو ادارو لسګونو کارکوونکو ته د ایسلا موسسې په مالي لګښت د ظرفیت لوړولو درې او څلور ورځني ورکشاپونه جوړ شول.
د زابل ولايت د اقتصاد رېیس انجینر عبدالولي باختر اژانس ته وویل  چې د دوى د ریاست او ایسلا موسسې له خوا د ولایت په کچه د پلان جوړولو درې ورځنی روزنیز پروګرام د ټولو دولتي ادارو د رییسانو لپاره و.
د ایسلا موسسې مسوول عبدالاحد هوتک وویل: د دغه پروګرام موخه يې د ۱۳۹۶ کال لپاره د دولتي ادارو له خوا د سم پرمختیايي پلان جوړول و.
له بلې خوا د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست محبوب محبت وايي: دوى هڅه کوي، څو د بیلابیلو مرستندویو ادارو په مرسته د دغه ولايت ځوانان په اداري برخه کې وروزي.
د پروګرام یوې ګډونوالې مریم وويل چې په دغه څلور ورځني ورکشاپ کې يې ګټور مطالب زده کړي او هیله منه ده چې په خپله اداره کې به ورڅخه ګټه واخلي.
د زابل ولایت د دولتي ادارو د مسوولینو او ځوانانو لپاره پداسې حال کې روزنیز پروګرامونه عملي کیږي چې تېره اوونۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او خصوصي پوهنتون ترمنځ په ټیټه بيه د زابل محصلینو ته د لوړو زده کړو د برابرولو په موخه هوکړه لیک هم لاسلیک شو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته