امنیت

په ننګرهارکې داعشيانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

کابل باختر د زمري ١٥ مه
اوولس ډار اچوونکي په ننګرهار کې د پوځيانو په نويو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې  ووژل شول او يوشمېر نوريې ټپيان شول.
  دغه ډار اچوونکي چې د وسله والو طالبانو او داعشيانو په ډلو پورې اړوند بلل شوي دي، تېره شپه او نن سهار د ننګرهار په بېلابېلو سيمو په تېره بيا د سره رود، غني خېلو او د اچين ولسواليو کې  پرې بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، چې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې اوولس وسله وال طالبان او داعشيان وژل شوي او يوشمېر نور يې ټپيان شوي دي.
د ملي اردو قوماندان وايي، چې په ترسره شويو بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د ډار اچوونکو څلور مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي، چې په ننګرهار کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه. امنيتي ځواکونو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ مېشتولارو څخه څوارلس ماينونه کشف او شنډ کړل.
که څه هم د دغو ماين ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان د دغه کار عامل بولي.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته