کابل باختردتلې د مياشتې ٥ :
ټاکل شوې ده په پنجشير ولايت کې د مقاومت د څلي د جوړولو کار په راتلوونکې اوونۍ کې پيل شي .
د مقاومت په نامه څلى د پنجشير ولايت په مرکز بازارک کې د دغه ولايت د يو تن مخور حاجي عبدالواحددقيق له خوا جوړيږي.
د پنجشير ولايت د رسنيو د دفتر د رپوټ له مخې : دغه څلى د ٢٥ مترو په لوړوالي جوړيږي.
خبرځاى زياته کړه: د دغه څلي ډيزاين د ښارجوړولوچارو وزارت د انجنيرانو له خوا چمتو شوى دى.