امنیت

په پکتيا کې د انسان تښتوونکو پنځه کسيزه ډله ونيول شوه

ګردیز باختر د لیندۍ د میاشتې ۱۴ مه
د ملي امنیت ځواکونو د پکتيا ولایت په څمکنيو ولسوالۍ کې د انسان تښوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
دغه ډله د ملي امنيت له لوري وروسته له هغې نيول شوې چې دوی له سیمې څخه يو ماشوم وتښتاوه.
د پکتیا د ملي امنيت رياست يوې باورې سرچینې باختر اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط سره ويلي چې د دغه ولایت د ملي امنيت ځواکونو د انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
هغه وايي چې له نيول شوې ډلې څخه دوه موټر او يوه تومانچه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سرچينه زیاتوي چې نيول شوي کسان هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته