سیاست

محمد کريم خليلي : دافغاني زيارت کوونکو ستونزې ډير ژر لري کيږي

کابل باختر  دثور يوولسمه

   دخصوصي  توريستي او سياحتي  شرکتونو استازونن  له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .

  باختر اژانس ته  دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې برخه والو په سوريه کې دافغان زيارت کوونکو د ستونزو په باب خبرې وکړې اوڅرګنده يې کړه افغاني زيارت کوونکي له سوريې څخه عراق ته دتګ په لاره کې له ستونزو سره  مخامخ دي اوهمدا اوس هغه درې زره پنځه سوه تنه زيارتکوونکي چې دمقدسه  اماکنو دزيارت په مقصد سوريې ته تللي وو نه شي کولاي  عراق ته لاړ شي .

  برخه والو دافغانستان له دولت څخه وغوښتل چې ددغې ستونزې لري کولو  ته کلکه پاملرنه وشي .

 دغه راز هغوى په هيواد کې  دګرځندوي دپراختيا  لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دزياتې پاملرنې او دعتبات عاليات زيارت کوونکو  لپاره  دپاسپورت رياست له خوا دزياتواسانتياو دبرابرولو غوښتنه وکړه .

 دغه راز دسياحتي اوزيارتي  شرکتونواستازو دهغو زيارت کوونکو دليږدونې لپاره چې دتيرکال دعاشورا  دورځې په پيښه کې  يې خپلوان له لاسه ورکړي و  خپل  تياري اعلا م کړ .

 وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  دسياحتي   او زياتي شرکتونوله استازو سره دکتنې له امله دخوښي  دڅرګندونوپه ترڅ کې وويل دافغاني زيارت کوونکو د ستونزو په څيړلو کې دى او ډير ژر به دهغوى  ستونزې  لري کړاي شي .

 دجمهور رييس مرستيال دغه راز دزيارتي شرکتونو ترمنځ دسالمې  سيالۍ دفضا  په برابرولو  دټينګار په ترڅ کې وويل هغوى  بايد زيارت کوونکو ته دښو خدمتونو په وړاندي کولو کې هلې ځلې وکړي .   دغه راز   ده په ډاګه کړه چې اسلامي لارښوونوته په پاملرنې سره  زيارت  کوونکي بايد دخپل مالي توان له مخې دمقدسه اماکنو زيارت ته لاړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته