کابل باختر د ثور څوارلسمه :
ديوجومات خطيب او ملا امام تيره شپه دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې ووژل شو .
دبغلان ولايت دمرکزي بغلان دولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال قدرت الله اخلاق دباختراژانس خبريال ته وويل دصنعتي بغلان ددويم سړک دجومات خطيب اوملا امام مولوي حميد الله دجومات په حجره کې د چړې په ګوزارونو سره ووژل شو .
يوه اړونده خبر ځاى وويل پوليسو ددغې پيښې په اړوند پنځه تنه نيولي دي خو ددغې پيښې اصلي علت لاتراوسه پورې نه دى روښانه شوى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ