سیاست

دکابينې غونډه دمحمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه .

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دکابينې غونډه  نن له غرمې وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  محمد اشرف غني په مشرۍ  دجمهوري رياست  په ارګ کې جوړه شوه .
دجمهوري رياست  دچارو دادارې  دلوى رياست  دمطبوعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ،  لومړى  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  په کندز ولايت کې  دهيواد دښمنانو  وروستي  بريدونه او په تيره بيا  په ملي شورا کې   ځانمرګي بريد  په کلکه وغندل  او  دهيواد دوسله وال پوځ  ميړانه او زړورتيا په تيره بيا  دسرتيري عيسي خان  ميړانه او سرښندنه  چې په يوازيتوب سره يې شپږ تنه  تروريستان  دملي شورا په انګړ کې  وځپل ، وستايلې او دکورنيو چارو وزارت او دملي امنيت  لوى رياست يې  موظف کړل  چې دملي شورا  انګړ ته  دتروريستانو دنفوذ په باب بشپړ تحقيقات ترسره کړي  او دنتيجو په باب دې  دملي امنيت شورا ته  رپوټ وړاندې کړي .
  له اجنداسره سم ، دعدليې وزير  دسيالۍ دملاتړ  دقانون  دځينو مادو دزياتوالي  ، تعديل او حذف  طرحه چې دقوانينو دکميټې  دتاييد وړ ګرځيدلې ده ،  غونډې ته وړاندې کړه  چې ديو لړ بدلونونو په واردولو سره  په اصولو کې تاييد شوه .
  دغونډې دکار په دوام  دعدليې وزير  دافغانستان  دملي راډيو ټلويزيون  دادارې  دفعاليت دتنظيم  دمقررې طرحه  چې  ددغې ادارې  داجرااتو  او فعاليتونو  دتنظيم ،  دخپرونو دکيفيت  دښه والي  دزمينې دبرابرولو او دنشراتي خدمتونو  دوړاندې کولو، سمبالولو او پياوړتيا  په مقصد  په څلورو فصلونو او شلو مادو کې  برابره شوې ده  غونډې ته وړاندې کړه .
دغه راز دهيواد دملي راډيو ټلويزيون لوى رييس  ددغې مقررې  دطرحې په تاييدولو سره  زياته کړه  ددغه بنسټ  دسالم او شفاف مديريت  په مقصد دملي راډيو ټلويزيون  دلوى رياست په ګډون درې  مراجع ، په بيلابيلو برخو کې داوو تنو  مسلکي  کسانو په ګډون  يو هيئت او دشپږو تنو په ګډون داجراييه هيئت  په شمول اټکل شوي دي .
  له بلې  خوا  ددغې مقررې  دشپاړلسمې مادې له مخې ،  دماليې وزارت  مکلف کړى شوى دى چې  دخپرونو دخدمتونو  ،  اعلاناتو ، پيغامونو ، پروګرامونو ، مرستواو اعانو له امله ټول ترلاسه شوي  عوايد  ددغې ادارې دچارو دښه والي  او پرمختيا په مقصد  دهغې  کلنۍ  بودجې ته وليږدول شي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  له هراړخيزو خبرو وروسته پريکړه وکړه  چې  دملي راډيو ټلويزيون  دمشرتابه هيئت دې  ددغې مقررې  انګيزه او هدف  مشخص کړي او دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس په مشرۍ  په يوه غونډه کې دې  موضوع  په هراړخيزه توګه  وڅيړي .
  وروسته  دماليې وزير  دولايتي بودجې جوړولو  دپاليسي دطرحې په اړوند چې  دپلان جوړولو ،  بودجې جوړولو ، دبودجې داجرا کولو او په بيلابيلو سيمه ئيزو کچو ته  له مرکزي محدود چوکاټ څخه  دمالي خدمتونو  دڅارنې په لاره کې  ددولت  دمالي چارو  دتمرکز پيداکولو په مقصد برابره شوې ده غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه  چې ددغې پاليسي  مهم برياليتوب دپلان جوړولو  دګډ بهير رامنځته کول ،  ولايتي  بودجې جوړول ، دبودجې اجرا کول ، او دولايتونو په کچه  دشفافو  ، انډوليزو ، اغيزمنو او ګټورو  خدمتونو  وړاندې کول دي . او دولايتي پلان جوړولو دښه والي په مقصد له ولايتي شوراګانو سره  په سلامشوره کې  دمستقلې کميټې  تر مشرۍ لاندې  دپلان جوړولو  دواحد چوکاټ  جوړول به وي .
  دغه پاليسي به  په ازمايښتې ډول  ددريو کلونو په بهير کې په بيلابيلو سکتورونو کې  تطبيق او دهغو دنتيجو  دترلاسه کولو په رڼا کې به  دغه پاليسي  ددولت په نورو ارګانونوکې  عملي شي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  له هراړخيزو خبرو وروسته  دماليې او داقتصاد  وزيران  او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس  موظف کړل چې دولايتي بودجې جوړولو  طرحه دې  داړوندو ارګانونو په همکاري  دسيمه ئيزې حکومتوالي  له پاليسي سره سم  ددوو اوونيو په دننه کې  په هراړخيزه توګه  دغونډې له يادونې سره سم  بيا وڅيړي  او دملي وحدت دحکومت  دوزيرانو شورا ته دې  وړاندې کړي .
وروسته  دافغانستان بانک سرپرست دتروريستانو دشتمنيو دضبط  او کنگل کولو  په اړوند ددغه بانک  رهنمودي طرحه غونډې ته پيشنهاد او زياته يې کړه چې دغه طرحه دتروريزم دتمويل  دمخنيوي داچرااتو دمقررې  دڅليرويشتمې مادې له مخې  اودملګروملتو دسازمان  دامنيت شورا  له پريکړه ليکونو سره  سمه برابره شوې ده .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  دغه طرحه  تصويب کړه او دافغانستان بانک  لوى رياست يې  دهغې په تطبيق  موظف کړ .
وروسته دقندهار ولايت  دصنعتګارانو دبې برقي دستونزې  دلرې کولو په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  له لارښوونې سره سم په قندهار ولايت کې  د لمريزې  بريښنا  دتوليد ددستګاه  دجوړولو په لاره کې  دبريښنا رياست  لورې ته ديوسلو شپيته جريبه  شاړې ځمکې  دليږدونې په باب  دافغانستان  دځمکې دخپلواکې ادارې  وړانديز غونډې ته طرحه کړ چې له مفصلو خبرو وروسته  دماليې وزارت ته  ديوسلو شپيته جريبه  دولتي ځمکې  ليږدونه  تصويب کړه او دماليې وزارت يې  موظف کړ چې دغه ځمکې دې دبريښنا رياست ته وليږدوي  او بيه يې  ددغه وزارت  له ونډې  څخه دافغانستان په بريښنا شرکت کې  زياته کړي .
دغه راز  دافغانستان دبريښنا شرکت درياست سرپرست  ددولتي ارګانونو  او دانفرادي مشترکينو  دذمت  دبريښنا دصرفيې  دنه ورکړې  په باره کې  غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه  چې دولتي ادارې  او انفرادي  مشترکين د ١٣٩٣ کال  دشپږمې دورې  تر پاى پورې  دبريښنا دصرفيې  له پلوه  شپږ اعشاريه  يوسلو څلور پنځوس  مليارده افغانۍ  پوروړلي دي  چې له دې جملې څخه  داستوګنې په برخو کې  دوه اعشاريه څلورشپيته  مليارده افغانۍ  ، په تجارتي برخه کې  يواعشاريه  پنځه ويشت مليارده افغانۍ ،  دولتي ادارې  دوه اعشاريه  صفراووه  مليارده افغانۍ ، جوماتونه او مقدسه اماکن  يوسلو څلور اتيا  مليونه افغانۍ کيږي .
دافغانستان  دبريښنا شرکت دبريښنا دعادلانه ويش  او دانکشاف  دبرابرولو ،  دشبکو دتمديد اودنورو تخنيکي ستونزو دلرې کولو په مقصد  ددولتي ادارو او دانفرادي  مشترکينو  دباقي دارۍ  ترلاسه کولو ته  سخت اړتيا لري . چې دهغو په نه ترلاسه کولو کې  به  شرکت  له زياتو ستونزو سره  مخامخ شي . شرکت  له ټولو هلوځلو سره سره  په دې نه دى بريالى شوى  چې له انفرادي اشخاصو  او دولتي ادارو څخه  خپل طلب  ترلاسه کړي .
له دې امله دافغانستان داسلامي جمهوريت له کابينې څخه غوښتنه کيږي  چې په دې برخه کې دې  لازمې لارښوونې  صادرې کړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  له هراړخيزو خبرو وروسته پريکړه وکړه  :
_ دماليې وزارت  موظف دى  چې دلومړيو شپږو مياشتو په څيړنه کې دې ددولتي ارګانونو  دبريښنا دصرفيې پيسې  دهغوى له بودجې  څخه   وضع اودبريښنا شرکت  حساب ته وليږدوي .
  _  هغه کسان چې  دبريښنا د صرفيې له مدرکه  باقي دي ديوې اوونۍ په دننه کې دې  دخپل ذمت  پيسې  په بانک کې تحويلې کړي  ددغې مودې  له تيريدو وروسته دې  دبريښنا شرکت  رياست  دهغوى  دنومونو اوشهرت  لست  په پرله پسې  توګه  دډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو  له لارې  خپور کړي . دخپلو پورونو ورکړې ته  دنه پاملرنې په صورت کې دې  دپور دترلاسه کولو په مقصد  عدلي اوقضايي  ارګانونو ته  وروپيژندل شي .
  _  دکورنيو چارو وزارت موظف دى  هغه زور واکې  چې دباقياتو له امله ، دبريښنا بهير يې   بند شوي دي  اودبريښنا شرکت رياست  کارکوونکي  ګواښوي  اوپه خپل سر دخپلې بريښنا بهير  تامينوي  ، هغه وپيژني او عدلي او قضايي   ارګانونو ته دې معرفي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته