ښوونه او روزنه

دباميانو له پوهنتون څخه دمحصلانو دفراغت دولسمه دوره

کابل باختر دليندى اته ويشتمه :
په ليسانس درجه سږ کال دباميانو له پوهنتون څخه  ١٢٠٠ تنه فارغ شول .
دباختراژانس  دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه چې په همدې مناسبت دباميانو په پوهنتون کې  ددولتي او خصوصي ادارو ، استادانو ، محصلانو او دفارغانو  دکورنيو په شتون پيل شوه .
دباميانو دپوهنتون علمي مرستيال ډاکتر محمد ظاهر فايز وويل چې سږ کال  ١٢٠٠ تنه چې  ٣٥ سلنه يې نجونې دي له  ٣٤ څانګو څخه دليسانس په درجه  له دغه پوهنتون څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
ده زياته کړه چې دباميانو پوهنتون څه دپاسه اووه زره  محصل لري چې د١٥٩
تنو استادانو له خوا  چې زياتره يې دوکتورا او ماستري لري  لوست ورکول کېږي
  دباميانو والي محمد طاهر زهير ددغو محصلانو دفراغت جشن تبريک ووايه او دپوهنتون له رهبرى  څخه وغوښتل چې دمديريتي مشخصو پروګرامونو په جوړولو سره دظرفيت دلوړولو، علم ، تخصص او دپوهې کچه په کمي اوکيفي توګه لوړه کړي . 
دغه راز دباميانو والي  ددغه پوهنتون له مسوولانو اومحصلانو څخه وغوښتل هلې ځلې وکړي چې دغه پوهنتون  دهېواد په کچه  دعلم او پوهې دودې په برخه کې بيلګه او الګو وي .  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته