اقتصاد

د ريکا د پروژې د اقتصادي همکاريو دکنفرانس ګردۍ ميز جوړ شو

کابل باختر د کب لسمه :
د افغانستان لپاره د سيمه ئيزو اقتصادي همکاريو او د ريکا د پروژو د پرمختګ  د څيړنې او د راتلوونکي لپاره د پروګرام جوړولو د کنفرانس ګردۍ ميز نن د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړ شو.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې ګردۍ ميزکې په اقتصادي چاروکې  د جمهور رييس ستر سلاکار شام لال بتيجا، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين  ارشاد احمدي، د وزارتونو او د مرستندويو سازمانونو او هيوادونو واکمنو استازو، د مدني ټولنې غړو او د سوداګرۍ د خونو مسوولينوګډون کړى و.
برخه والو د ريکا د پروژې د عملي بهير او د وريښمو د لارې د بيا احياکولو د څرنګوالى،  د ګاونډيوهيوادونوترمنځ د تجارتي او ترانزيتي موافقه ليک،  د سيمې د طبيعي منابعو  او انرژۍ  په برخه کې د همکارۍ، د تابي د پروژې  د کاسا _ ١٠٠٠ د پروژې دتطبيق، د اوسپنې پټلۍ د سيمې د اوسپنې د پټليو  د نښلولو  او د افغانستان د حلقوي سړک په باره کې خبرې وکړې.
د بهرنيوچارو وزارت د اقتصادي همکارۍ رييس وحيدالله ويسي خبريالانوته وويل چې په نننۍ  ګردۍ ميزکې دافغانستان دسيمه ئيزې اقتصادي پروژې په باب  چې په ٢٠١٢ ميلادي کال کې دتاجکستان په مرکز د وشنبه کې طرحه شوې وه؛ خبرې وشوې.
د دې  د څرګندونو له مخې: په دغوبرخوکې ستونزې او پرمختګونه وڅيړل شول .
ده دغه راز څرګنده کړه چې ددغه ګردۍ ميز اساسي هدف دافغانستان له خوا  د سيمه ييزې اقتصادي اجنډا وړاندې کول دي او اړوندو وزارتونو د خپلو کړنو او اجرا اتو رپوټونه په غونډه کې وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته