امنیت

يوې ډلې ځانمرګو بريد کوونکی دکابل ښار په زمبق څلور لاري کې په بريد لاس پور ې کړ

کابل باختر دوري اوه ويشتمه

 دپوليسو مقاماتو  تاييد کړي ده چې يوه ډله  وسله وال کسان  دزمبق  څلور لاري  په ساحه کې  د کابل استار  هوټل ته  ننوتي دي .

   دکابل دپوليسو  يوه خبرځاى  چې ويې نه غوښتل نوم يي واخستل شي  وويل  چې  يرغلګر هوټل ته ننوتي دي  او همدا اوس ځانګړي امنيتي ځواکونه له دوي سره  په جګړه کې دي .

 ويل کيږي  چې يرغلګر له سپکو وسلو او توغنديو څخه  کار اخلي  دپوليسو ريزرفي ځواکونه  د پيښې ځاى ته استول شوي دي  او همدا اوس  دغه هوټل ته  غزيدلې واټ  چې دالمان  ، ترکيې او دايران  سفارتونو ته  نږدي  دي تړل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته