فرهنګ

پوهاند باوري د مصر ځنیې لرغونې سیمې وکتلې

قاهره / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۱مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري په مصر کې د جوړ شوي څلور ورځني فستیوال په ترڅ کې د دغه هېواد ځینې موزیمونه او لرغونې سیمې وکتلې.
پوهاند باوري یادې کتنې د مصر د هغه څلور ورځنی فستیوال په ترڅ کې وکړې چې د قاهرې په زړه کې جوړ شوی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باروي د دغو لرغونو سیمو او موزیمونو څخه د کتنې پرمهال په قاهرې ښار کې د باختر اژانس خبریال نعمت الله رووفي ته وویل چې د یوه هېواد د هویت پوهېدنې لپاره اړینه ده چې د هغه هېواد تاریخي آثار وڅېړل شي، ځکه تاریخي آثار د یوه هېواد د تاریخ تر ټولو ځلانده بېلګې دي.
هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۴ کال کې به کابل د اسلامي فرهنګ د مرکز په نوم ونومول شي او د دغه مرکز د نومولو لپاره یې د دغه سفر په ترڅ کې د  مصر د لرغونو آثارو له مسوولینو سره هم کتنه کړې.
باوري وايي چې په دې کتنه کې یې د دغه وزارت له مسوولینو څخه غوښتي چې د لرغونو اثارو په بیا رغونه او د کېندنو په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته