فرهنګ

په اروپايي هېوادونو کې دفرهنګي اتشو دجوړولو په باب خبرې وشوې

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٤ :
دبهرنيو چارو وزارت اداري  اودمنابعو معين ډاکتر نصيراحمدانديشه نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له اداري  او مالي معين زردشت شمس سره وکتل.
دبهرنيو چارو  وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې   دواړو لورو  په اروپايي هېوادونو کې دفرهنګي اتشو دبستونو  دجوړولو او په پاريس کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  په سفارت کې   ديونسکو دبرخې  دفعاليتونو په باب  خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  اداري او مالي معين زردشت شمس   دختيځ دنابغې علامه سيدجمال الدين افغان عالي مډال  چې دهېواد    د جمهوررئيس دفرمان له مخې داسلامي نړۍ  نوميالي محقق ډاکتر محمد عماره  ته  چې دعلامه  سيدجمال الدين افغان په باب دکتاب دتاليف  او مقالو  دليکلو په لاره کې دده  دارزښتناکو او عالي خدمتونو په خاطر ورکړ شوى دى  قاهرې ته دليږلو په مقصد ډاکتر نصيراحمد انديشه ته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته