سیاست

د جلالتمآب جمهورریېس د غمرازۍ پیغام

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٤نيټه :   
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ  چې د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا پخوانی ریېس، د وردګو د قومي شورا مرستیال او جهادي شخصیت شېرشاه بازون د ترافیکي پېښې له امله وفات شو.
هغه ارواښاد بازون د یوه دروند سپین ږیري او فعال مدني شخصیت په توګه د خپل وطن او ولس خدمتګار ياد کړ  او د ده مړینه يې یوه ستره ضایعه وبلله.
جمهور ريېس د ارواښاد شېرشاه بازون د ناڅاپي مړینې له امله د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د وردګو ولس ته د تسليت پيغام وړاندې کړ او د هغه د بخښنې لپاره يې د الله تعالى دربار ته لاسونه لپه کړل.
روح یې ښاد او یاد دې تل پاتې وي.پاى_ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته