امنیت

دبغلان اوسيدونکي ددايمي سولې غوښتوونکي دي .

کابل باختر دکب څلورمه :
دبغلان اوسيدونکي  دايمي اوسراسري  سوله غواړي  يوشمير اوسيدونکو دغه بين  الافغاني  خبرې اترې  له جګړو  څخه  دستونزو لرې کول بيان کړل او ددولت له  وسله  والو مخالفينو يې وغوښتل چې ددولت له استازو سره دخبرو په ميز کښني .
دبغلان دتاله او برفک  په ولسوالۍ کې  يو جهادي  څيرې  دباختراژانس  له خبريال سره  په خبرو کې وويل چې سولې ته درسيدو او له جګړې څخه دخلاصون  بديل له سوله او پخلاينې څخه بل  څه نه دي .
تاريخ شاهد دى چې هيڅ  ځواک دزور او جګړې له لارې قدرت ته نه رسيږي .
دبغلان په خنجانو  ولسوالۍ کې  يو تن قومي  مخور  دامنيتي منسوبانو له غښلتيا  په قدرداني  سره ددولت له مخالفينو وغوښتل چې له جګړې  او ورور وژنې  لاس واخلي او په بين الافغاني  خبرو اترو کې برخه واخلي تر څو چې سوله او امنيت تامين شي .
ده وويل  چې بهرني  لاسونه ددې سبب  شوي دي چې په هېواد کې دجګړې اور بل شي او هره ورځ زموږ ورونه ووژل شي او دغه راز له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې ددوى دسولې غږ ته مثبت ځواب ورکړي چې خلک له دغه ستر مصيبت څخه  خلاصون ومومي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته