کابل باختر د کب د مياشتې ١ :
د سمنګانو ولايت د بر دره صوف په ولسوالۍ کې يوه ځوان ځان زندۍ کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول دوهم څارن منير رحيمي دباخترآژانس خبريال ته وويل: د بردره صوف ولسوالۍ د کج کلي اوسيدونکى ٣٥ کلن سيدحسين پرون ځان په جومات کې زندى کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه .
ده وويل: د دغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى، خو د دغه ځوان دکورنۍ غړو پوليسو ته ويلي دي چې دى د سرطان په ناروغۍ اخته و او دغه راز له څه مودې را په دې خوا د رواني ناروغۍ له امله ځوريده او په همدې دليل ځان زندى کړى دى.
0 1 دقیقه لوستل