ورزش

د کرکټ غوره لیګ لوبو په ترڅ کې پکتیا د بلخ ټیم ته ماتې ورکړه

 نړيوالې خبري منابع باختردتلې دمياشتې ١٩نيټه :
د ګلبهار افغانستان کرکټ غوره لیګ لوبو په ترڅ کې تېره شپه پکتیا د بلخ ټیم ته په شارجه کې د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
تمه ده چې د ۲۰ اورونو د سیالیو په ترڅ کې د قندهار او کابل لوبډلې مسابقه وکړي. 
د ګلبهار افغانستان د کرکټ غوره لیګ تېره جمعه په متحده عربي اماراتو کې پيل شو او د اکټوبر تر ۲۱مې  دوام کوي.
په دې لیګ کې د افغان لوبغاړوترڅنګ د نړۍ یوشمیر ډېرمشهور لوبغاړي لوبه کوي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته