خبرونهورزش

په سمنګانو کې د کانفو سیالۍ پیل شوې

 کابل / د کب لومړی / باختر

په سمنګانو کې د کانفو انتخاباتي سیالۍ پرون پیل شوې دي.

د سمنګانو ورزشي آمرحمیدالله فیضي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په دې پړاو کې د کانفو څه نا څه ۴۰ ورزشکاران د شمال زون له ورزشکارانو سره سیالۍ کوي چې په پای کې به ۲۰ غوره څېرې د دغه ولایت منتخب ټیم ته وټاکل شي.

هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو موخه د دغه ولایت منتخب ټیم ته د غوره څېرو ټاکنه، د کانفو ورزش دودول او د لوبغاړو هڅول دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته