امنیت

آيساف د افغان پوځيانو د روزنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
آيساف به د افغان ځواکونو د روزنې او هغوى ته د مشورې ورکولو په برخوکې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
دغه ټکي په افغانستان کې د آيساف د ځواکونو د ښوونې او روزنې د برخې قوماندان پرون په مزارشريف ښارکې د بلخ ولايت د امنيتي قوماندانۍ د امنيت د آمر او سرپرست سمونوال عبدالرزاق قادري سره په کتنه کې څرګندکړ.
ده دغه راز د نړيوالو ځواکونو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ يادونه هم وکړه او ويې ويل چې اوس ټول افغان امنيتي ځواکونه په مسلکي ډول خپلې دندې ترسره کوي .
د آيساف دغه مقام وايي: آيساف ژمن دى چې د ملي پوليسو ظرفيتونه لکه څنګه چې لازمه ده؛ لوړ کړي چې وکولاى شي خپلې دندې له نړيوالو معيارونو ترسره کړي.
په دې کتنه کې د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست هم په تيرو څوکلونوکې د آيساف د ځواکونو د مرستو او همکاريو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې له افغان امنيتي ځواکونو سره د آيساف مرستې او همکارۍ د دې سبب شوې دي چې دغه ځواکونه په بېلابېلو برخوکې زده کړې وکړي او مسلکي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته