سیاست

جمهور رئيس حامد کرزي د سریلانکا د لومړني سفیر باور لیک ومانه

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د سریلانکا د لومړني سفیر (پرساد کاریاواسام )باولیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتردباختراژانس ته خبرورکړ.
د باور لیک د وړاندې کو لو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې پرځای شول، د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزيد سریلانکا سفیر ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: ډیر خوشحاله یم چې نن د دې سیمې د یو ستر هېواد سریلانکا لومړني استوګن سفیر کابل ته تشریف راوړی دی او په کابل کې خپل سفارت تاسیسوي. دا زموږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده.
جمهوررئیس کرزي وویل چې په افغانستان کې د سریلانکا هېواد د سفارت په پرانیستنې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو، په ځانګړې توګه په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې اړیکې او همکارې لا پراخې شي.
د سریلانکا سفیر په دې کتنه کې ډاډ څرګند کړ، وې ویل، د هغه باور له مخې چې حکومت یې پر ده کړی دی، د خپل دیپلوماتیک ماموریت په ترڅ کې به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ  اړیکې په داسې موثر او ګټور ډول لا پراخې شي چې د دواړو هېوادونو پر ولسونو باندې مثبت اغیز وشيندي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته