فرهنګ

د سمرقندپه جشن کې افغان هنرمندانو لومړى مقام وګاټه

کابل باختر د وږي  نهمه :
په سمرقند کې دختيځ د ترانو جشن کې دافغانستان هنرمندانو لومړى مقام وګاټه .
دباخترآژانس د خبر له مخې: په دې جشن کې چې د نړۍ د څلور پنځوسو هيوادونودهنرمندانو په ګډون د روان کال دوږي دمياشتې په پنځمه نيټه په سمرقندکې جوړ شوى و؛ د بدخشي موسيقي (دپامير دډلې) هنرمندانو لومړى مقام وګاټه.
په دې جشن کې محمد حسن نعيم، محمد مراد سرخوش، عبدالسلام صدا، عنايت الله  پاميري، غلام سخي بيدار او محمد داوود پژمان ښه وځليدل او دغه
ځلا د دې سبب شوه چې دهيواد هنرمندان په دې جشن کې لومړى مقام وګټي.
په همدې ترتيب د هندوستان هنرمندانو هم ونه کړاى شول په دې چشن کې لومړى مقام وګټي او د دريو نورو هيوادونو هنرمندانو دويم، دريم اوڅلورم مقامونه وګټل.
په خبرکې ويل شوي دي چې ددغه جشن دجايزې لس زره امريکايي ډالره د افغانستان هنري هيئت ته ورکړشول .
دجشن په پاى کې داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين هم د هيواد هنرمندان وستايل او ويې هڅول.
په آذربايجان کې د افغانستان لوى سفير شاکر کارګر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني د افغاني هيئت  په ترکيب کې شامل وو.
دوى هم د هيواد د هنرمندانو برياليتوب وستايه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته