سیاست

محمد کريم خليلي د افغا نستان په چارو کي دملګرو ملتو دسا زمان دسرمنشي له ځانګړي استا زي سره و کتل

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٧  :
دافغا نستان په چارو کې د ملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :   په دې کتنه کې لومړى  په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې او د دغه سازمان دامنيت شوراد غونډو    په باب رپوټ وړاندې کړ اوڅرګنده يې کړه چې د ملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې غونډې دافغانستان دولت اوخلکو ته له ښه پيغام سره يوځاى و اودبيلابيلو هيوادونو لوړ پوړو مقاماتوچې ددغه سازمان دعمومي ټولنې په کلنۍ غونډه کې وينا وکړه  په دغه هيواد کې دموجودو  پرمختګونو په نسبت يي خوښي څرګنده کړه
ده دغه راز وويل :  دشانګهاى دمشرانودغونډو برخه والوهم دافغانستان دولت ته دملاتړ اوهمکاريو په باب روښانه پيغامونه ورکړل اودراتلونکي کال د انتخاباتو دترسره کولو په لاره کې دافغانستان د دولت هوډ ته  په پاملرني سره نه يوازي دافغانستان دراتلونکي په نسبت دسيمې د هيوادونو انديښنې لږ شوي دي بلکي د لازياتوهمکاريو لپاره يې خپل تيارى هم اعلان کړى دى .
په افغانستان کي د ملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي دافغانستان له خلکو سره ددغه سازمان د همکاريو ددوام ډاډ ورکړ او ټينګاريې ورکړ  چې دافغانستان له خلکو او دولت سره دسيمې د هيوادونو همکارۍ هم کولاى  شي په سيمه کې د دوامدارې سولې اوثبات دټينګښت په لاره کې ګټور وي .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په تيره يوه لسيزه کې د
افغانستان له خلکو سره د نړيوالې ټولنې او په تيره بيا دملګروملتو دسازمان د همکاريوله امله دقدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه چې دافغانستان دولت دجمهوري  رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتودترسره کولو په لاره کې هوډمن دي او له انتخاباتو پرته په هيوادکې دسياسي ثبات دتامينولو لپاره بله هيڅ ټاکنه نه شته  .
دجمهور رييس مرستيال په شرايطو د برابرو کسانو له خوا درايې ورکولودکارتونو په اخستلواودانتخاباتودخپلواک کميسيون له خوا درايو ورکولو دکارتونودويشلو  دپروګرام په پراختيا باندې  دټينګار په ترڅ کې دعادلانه ، شفافواو سراسري انتخاباتو  ترسره کول يې د افغانستان د خلکو اساسي هيله وبلله اوڅرګنده يې کړه چې دانتخاباتو د امنيت دتامينولو په لاره کې دافغانستان له دولت سره د نړيوالې ټولنې همکارۍ اوهمغږۍ لوړ ارزښت لري  .
دجمهور رييس مرستيال په سيمه کې  وروستيو بدلونونو اودافغانستان دګاونډيو هيوادونوپه توګه دپاکستان اوايران د نويو دولتونو رامنځته کيدو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه چې وروسته له دې په سيمه کې  د دوامدارامنيت اوثبات د تامينولو په لاره کې دښو اړيکو دپياوړتيا او ودې په مقصدسيمه ييزې همکارۍ له پخوازياتې  پراخې شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته