امنیت

د ناامنۍ له امله په زرګونوکورنۍ بې ځايه شوې دي

کابل باختر د ثور پنځلسمه
په کندزکې د وروستيو جګړو له امله په زرګونو کورنۍ له خپلو کورونو او ټاټوبو څځه بې ځايه شوې دي.
څه ناڅه ديارلس ورځې کيږي چې دکندز ولايت په بېلابېلو ساحوکې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري او له امله يې ملکي وګړي  زيات زيانمن شوي دي.
د کندز ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس عبدالسلام هاشمي د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغې ادارې ته د را رسيدلو خبرونو او ارقامو له مخې، څه دپاسه  ٤ زره ٦٠٠ بې ځايه شويو کورنيو د کندز ولايت مرکز ته کډه کړې ده چې د دغه ولايت د علي آباد، امام صاحب، چار درې او د قلعه ذال  د ولسواليو اوسيدونکي دي .
هاشمي زياته کړه چې د مرستندويو موسسو له خوا په کندز ښارکې په ٤٧٠ بي ځايه شويوکورنيو خوراکي توکي ويشل شوي دي .
دغه راز له هرې کورنۍ سره د شپږو زرو افغانيو نغدو پيسو مرسته هم شوې ده او دموظف هيئت له خوا د نورو بيځايه شويو کورنيو  د سروې کار دوام لري.
  په همدې حال کې زياتره هغه بې ځايه شوې کورنۍ چې له جدي ستونزو سره لاس او ګريوان دي؛ وايي چې ځينو يې يو کرايي کور پيداکړى دى، خو زياتره کورنۍ د کرايې د ورکولو توان نه لري او سختې شپې سبا کوي او له خپلو ماشومانو سره تر خيمولاندې په دردونکي حالت کې ژوندکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته