پوليسو په غزني ښارکې د يوه زندي کړاى شوي ځوان مړى ترلاسه کړ.
دغه ځوان د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ د قعله نو د کلي اوسيدونکى خيال محمد و چې زندى شوى مړى يې د غزني ښار د جنګل باغ په سيمه کې ترلاسه شو.
تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دغه ځوان څرنګه او ولې زندى کړى شوى دى؟
پوليسو په دې برخه کې پلټنې او څيړنې پيل کړې دي.