امنیت

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو دوام

کابل/ د مرغومي ٢١مه/ باختر
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو پرضد عمليات دوام لري.
دغه مقامات وايي چې پوځيانو په عملياتوکې بريالي شوي دي چې د دغې ولسوالۍ زياتې برخې د طالبانو او داعشيانو له شتون څخه پاکې کړي او هغوى ته درانده زيانونه واوړي.
په شېرزادو ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو ضد عمليات کابو يوه مياشت مخکې د هېواد د هوايي قواوو په ملاتړ د ملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو ځواکونو په ګډون ترسره شول او لا هم دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې پوځيان هلې ځلې کوي د شېرزادو ولسوالۍ هغې برخې چې تراوسه د ډار اچوونکو تر ادارې لاندې دي؛ د هغوى له شتون څخه پاکې کړي.
هغه وويل پوځيانو په پاک شويو ساحوکې امنيتي پوستې جوړې کړې دي چې دغې سيمې ته د ډار اچونکو د راتګ مخه ونيسي.
په عملياتو کې تراوسه د ډار اچوونکو ١٦ مرکزونه او پټنځي کشف او له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شوي دي.
د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي د ډار اچوونکو پر ځپلو خوښ دي او د هغوى له شتون څخه د دغې ولسوالۍ د بشپړ پاکولو ترڅنګ له حکومت څخه غواړي چې د بيا رغاونې بهير پراخ کړي.
ختم-عطاالله-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته