کابل باختر د وږي دوه ويشتمه :
د ٢٠١٥ ميلادي کال دکرکټ نړيوال جام نن افغانستان ته رسيږي .
دهيواد دکرکټ بورد ويندوى فريد هوټک باخترآژانس ته وويل: ټاکل شوې ده دکرکټ نړيوال جام نن غرمه افغانستان ته راورسيږي . او وروسته دغه جام عربي متحده اماراتو او پاکستان ته وړل کيږي .
دنړيوال جام دکرکټ سيالۍ به د ٢٠١٥ کال دفبروري دمياشتې په ديارلسمه نيټه دڅوارلسو هيوادونو په ګډون په استراليا کې ترسره شي چې دهيواد دکرکټ ملي ټيم به لومړنۍ لوبه د ٢٠١٥ کال دفبروري دمياشتې په اتلسمه نيټه له بنګله ديش سره ترسره کړي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ