سیاست

حامدکرزي د ناروې له باچا او د دغه هيواد دپارلمان له رييس سره وکتل .

کابل- باختر  د سلواغې اتلسمه:
  د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون له غرمې مخکې د ناروې له باچا اعلى حضرت پنځم هارالدسره د دغه هيواد په شاهي ماڼۍ کې وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان او ناروې ترمنځ د اړيکو د ارزښت اوهمکارى او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوږدمهال ستراتيژيک موافقه ليک په چوکاټ کې د هغو د لازيات ټينګښت په باب خبرې ولرلې .
دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون له غرمې مخکې د ناروې دپارلمان په مقر کې د دغه هيواد دپارلمان له رييس ښاغلى  دګ تريجي اندرسن او د پارلمان د نړيوالو او دفاعي چارو د کميسيون له غړو سره وکتل .
  په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د پارلماني اړيکو او د دواړو هيوادونو د سياسي نظامونو د پراختيا په باب خبرې وکړې .
د ناروې دپارلمان رييس د افغانستان د پرمختيا په برخه کې د خپل هيواد دعلاقمندې دڅرګندولو په ترڅ کې وويل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو موافقه ليک د ناروې په پارلمان کې د ټولو سياسي ګوندونو د تاييد وړ دى او دوى يې ملاتړ کوي .
په مقابل کې دافغانستان په تيرو کلونوکې له افغانستان سره د ناروې د سخاوتمندانه مرستو له امله  قدرداني وکړه او وې ويل چې ناروې له افغانستان سره له لومړنيو همکارو او دوستو هيوادونو څخه دى او دغه مرستې په ځانګړې توګه د روغتيايي خدمتونو ، د ماشوم او مور د ساتنې او د پوهنې په برخو کې دي .
  جمهور رييس زياته کړه: زه د افغانستان دخلکو په استازيتوب د دوست هيواد ناروې د ټولو مرستو له امله مننه کوم .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته