ټولنه

په ۲۰۰ کډوالو کورنیو څه د پاسه یو میلیون افغانیو نغدي مرستې وویشل شوې.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣ :
د لغمان ولایت مقام او د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ادارې په مالي مرسته د  ژمنیو مرستو په لړ کې د لغمان ولایت د بیلا بیلو سیمو په یو شمیر مستحقو کډوالو کورنیو       د خوراکي او غیر خوراکي توکو د رانیولو په موخه برابره شوې نغدي مرستې د لغمان د والي له خوا  وویشل شوې، چې په خیتځ زون کې د UNHCR سرپرست ابوبکر، د لغمان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رئیس او یو شمیر نورو مسولینو په کې هم ګډون درلود.
په دې  برابره شوې مرسته کې چې ټولې ۱۳۳۰۰۰۰ افغانۍ وې د هرې کورنۍ  لپاره سل امریکايي ډالر ځانګړي شوي  وې ، تر څو د اړتیا وړ توکي پرې را ونیسي.
په دې مراسمو کې د لغمان د مهاجرینو چارو رئیس په پیل کې خبرې وکړې او د دغو کډوالو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
ورپسې په ختیځ کې د UNHCR سرپرست ښاغلي ابوبکر د خپلو خبرو پر مهال د ولایت مقام  دهر اړخیزې همکارۍ  له امله  د مننې په څرګندولوسره زیاته کړه چې دوی به د ولایت مقام  له لارښوونو سره سم دې ولایت ته د مرستو رسولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د مرستو د ویش پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له  ادارې څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې د افغانستان دولت او په ځانګړې توګه ولایتي اداره په خپل ټول قوت او توان سره کلک هوډ او اراده  لري چې د خپلو ولسونو د هوساینې او ارام ژوند لپاره د ولایت په هره برخه کې  امنه فضا برابره کړي تر څو هغوی وکولی شي هلته خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه سمبالې کړي.
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه چې تاسې یو قوت یاست او دولت ستاسې تر شاه  ولاړ دی، تاسې کولی شئ چې د سولې، امن او ثبات د ټینګښت او د فکري رغاونې لپاره د هغو کسانو لاسونه  ور لنډ کړئ چې ناروا  او غیر اسلامي کړنې تر سره کوي او دا  تبلیغات کوي چې ګواکې دولت او نړیواله مرستندویه ټولنې د ولسونو لاس نیوی نه شی کولی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته