فرهنګ

ډاکتر کمال سادات دپيښواو حقايقو په منعکس کولو کې درسنيو درول قدرداني وکړه .

کابل باختر د ثور   ١٢:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين نن  دمطبوعاتو نړيواله ورځ په کابل کې  ونمانځله  اويوشمير ژورناليستان يې  وستايل .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات  ددې ترڅنګ چې  دمطبوعاتو دنړيوالې ورځې له امله  دافغانستان ټولو خلکو  په تيره بيا درسنيو کورنۍ ته  مبارکي وويله،  دپيښو او حقايقو په منعکس کولو کې  درسنيو درول په باب  معلومات ورکړل  او په دې برخه کې  دهېواد درسنيو دکار قدرداني وکړه.
  ده څرګنده کړه چې په هېواد کې  دبيان او درسنيو ازادي په وروستى يوه لسيزه کې  زياته وده کړې ده او درسنيو دزياتې پياوړتيا په خاطر  بايد ټول درسنيو ملاتړ وکړي.
دځوانانو دچارو معين له رسنيو څخه وغوښتل چې دهېواد دامنيتي ځواکونو شهيدانو ته  دوژل شوى کلمه  ونه کاروي . ځکه دهېواد دغه رښتيني بچيان دخلکو دسراو مال ،  ځمکني بشپړتيا او ملي نواميسو ددفاع په لاره کې  شهيدانيږي . بايد  ورته دمقدس شهيد خطاب وشي .
دغه راز ډاکتر سادات دټولنيزو شبکو په تيره بيا د فيسبوک  له  استفاده کوونکو څخه هم وغوښتل چې  له دغو شبکو څخه سالمه استفاده وکړي . او داشخاصو او قومونو له سپکاوي او دغه راز  دهغو مطالبو او عکسونو له خپرولو سره  چې دهېواد دنافذو قوانينو ، ملي ګټواو اسلامي ارزښتونو پرخلاف دي  ډډه وکړي .
دغه راز په دې غونډه کې دافغانستان  دژورناليستانو  دشورا لوى رييس  حفيظ الله بارکزي په خپلو خبرو کې  دمطبوعاتو دنړيوالې ورځې له امله  دهېواد درسنيو ټولو کارکوونکو ته مبارکي وويله او دهېواد  دخبريالانو او رسنيو دکار په وړاندې  ديولړ پرتو ستونزو يادونه وکړه .
  ده څرګنده کړه چې  دبيان او درسنيو ازادي دهېواد دژورناليستانو او درسنيو دکورني  دځان په بيه او قربانيو ترلاسه شوى دى خو څرنګه چې لازمه ده په بيلابيلو برخو کې ددولت له خوا د رسنيو ملاتړ نه دى شوى  او  همکاري نه ده ترسره شوې .
ده دغه راز ټينګار وکړ چې دولت بايد رسنيو ته  زياته پاملرنه وکړي  ، په تيره بيا  دخبريالانو او درسنيو دامنيت  او خونديتوب  په تامينولو کې عملي او اغيزمن  کارترسره کړي .
په دې غونډه کې يوتن خبريال هم  دهېواد دروانو پيښو په منعکس کولو کې درسنيو درول په باب  معلومات ورکړل .
دغونډې په پاى کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو چارو  دمعينيت  دستاينې لوحې  دځوانانو دچارودمعين او دافغانستان دژورناليستانو شورا دعمومي رييس له خوا  ديوشمير رسنيو په يوشمير برياليو ژورناليستانو وويشل شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته