TOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت: په ۱۸ ولایتونوکې د کرونا نوی ډول ویروس زیات شوی دی

کابل / د غبرګولي لومړۍ / باختر
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا نوی ډول ویروس ښايي په ټولو ولایتونوکې خپورشوی وي.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي باخترآژانس ته وویل چې د کرونا نوی ډول ویروس د لومړي ځل لپاره د هېواد په ختیځو ولایتونوکې ولېدل شو.
هغه زیاته کړه ، د کرونا نوی ډول ویروس په ۱۸ ولایتونوکې زیات شوی دی چې زیاتره پېښه په ننګرهارکې ثبت شوې ده ، ښايي دغه ډول ویروس په ۳۴ ولایتونوکې خپورشوی وي.
علیزي زیاته کړه، د کرونا ویروس مثبته پېښه له کوچني اختروروسته د روژې له مبارکې میاشتې په پرتله زیاتېږي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرنوله مخې، همدا اوس په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانوشمېرله ۶۵ زرو څخه آوښتی دی.
د دغه ویروس له امله تراوسه په افغانستان کې ۲۷۰۰ تنه مړه شوي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته