امنیت

سيلاونو په جوزجان کې پنځه ويشت تنه ووژل

کابل باختردثور دمياشتې ٥   :
په جوزجان ولايت کې  د سيلاونو د راوتلو له امله  پنځه ويشت تنه  ووژل شول.
دغه سيلاونه نن سهار له سختو اورښتونو  وروسته  د شبرغان ښار او دجوزجان
د ولسواليو  په ځينو سيمو کې راووتل.
درپوټونوله مخې : دسيمې پنځه څلويښت تنه  اوسيدونکي دسيلاونو د راوتلو له امله بيدرکه شوي دي  او  دغه راز ويل شوي دي   چې ددغه سيلاونو له امله په سلګونو کورونه  په بشپړه توګه او يا قسمي ډول  ويجاړشوي دي ..
د جوزجان والي باى مراد قوينلي دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې دقوش تيپې، خواجه دوکو ولسواليو او دشبرغان ښارځينو سيموته  ددغو سيلاونو  دراوتلو له امله  زيات ځاني تلفات  او مالي زيانونه   اوښتي دي .
ده  تائيد کړه چې تراوسه پورې  له سيلاب ځپلوسيمو څخه پنځه ويشت تنه  مړي ترلاسه شوي دي چې په  دغوقربانيانوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
زموږ خبريال خبر راکوي  چې په لسګونوتنه  په سيلاو ځپلو سيمو کې په  اوبو کې بندپاتې دي او په لسګونو تنه  نور خلک دخپلو کورونو په له لاسه ورکولوسره  لرې پرتو سيمو ته  تللي چې  جوماتونو او ښوونځيو ته  يې  پناه وړې ده.
د جوزجان والي له دولت څخه وغوښتل  چې ددغو خلکو دژغورنې لپاره  دمرستې انډې  او هليکوپټرونه  وليږي .
په همدې حال  کې  يوشمېرکورنيو او بهرنيو مرسته رسوونکو مرکزونو  په  سيلاو څپلو خپلې مرستې  ويشلې دي او خلک وايي چې  دا مرستې دوى ته  ناڅيزې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته