امنیت

په ننګرهار کې ديوه انسان تښتوونکي نيول کيدل

جلال آباد باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٤ :
په ننګرهار ولايت کي يو سړى د انسان تښتونې په تور ونيول شو.
پوليس وايي چې دغه سړي   په دغه ختيځ ولايت کې دانسان تښتونې په څو پيِښو کې لاس درلود.
دى  په جلال اباد ښارکې دځانګړو عملياتوپه بهيرکې نيول شوى دى.
د ننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې نيول شوى  سړى دپوليسو ترڅارنې لاندې و او دانسان تښتونې په څوپيښو کې يې لاس درلود.
په وروستي اقدام  کې دغه سړي يو تنکى  ځوان دننګرهار له ولايت څخه تښتولى او دهغه دخلاصون په بدل کې يې له کورنۍ څخه زياتې پيسې غوښتې وې.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې څلور تنه  په ننګرهار ولايت کې ددولتي  جايدادونو دغصب په تور ونيول شول.
ددغه  ختيځ ولايت پوليس وايي چې نيول شويو کسانو   څو جريبه دولتي ځمکه له کلونو کلونو را په  دې خوا غصب کړې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته