امنیت

څوارلس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د غویي ۴مه / باختر
څوارلس وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د غزني په مرکز پورې اړوند اسفندي سيمه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي چې د ځمکنيو او هوايي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او په پايله کې ١۴ وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کېږي زياتره وژل شوي کسان د وسله والو طالبانو د سرې قطعې غړي دي.
جمعه زاده زياته کړه: په دې پېښه کې د دښمن څو جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته