امنیت

په حقاني شبکې پورې اړونده يوه شپږ کسيزه تروريستي ډله په خوست ولايت کې ونيول شوه

کابل باختر دکب دمياشتې ١ :
دملي امنيت  دلوى رياست موظفينو دملي اردو او دملي پوليسو  له قطعاتوسره په ګډو هلو ځلو کې دخوست ولايت  دصبريو اوباک دولسواليو په  مربوطاتو کې دخاصو  عملياتوپه بهيرکې  درحيم الله اوستار په نومونو دحقاني دتروريستي شبکې دوه تنه سرګروپان د اول مير ، سيال مير ،محمداميراو دعبدالله په نومونو  ددوى له څلوروتنوافرادو سره چې دخوست ولايت دصبريو اوباک دولسواليو په  مربوطاتوکې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو ،دماينونوپه ښخولو ،تروريستي ډلو ته دوسلو اومهماتو  په ليږدونې ، په ملکي او نظامي وسايطو په بريد او دعالمانو ، افرادو او داشخاصو په ترور او وژنې بوخت و له څلورو  کلاشينکوفونو ،يوه چره يي  ټوپک  ، دوو  مخابرو اوله دوربين سره ونيول.
دغه راز دنيولو شويو   کسانو داعترافونو له امله  د حقاني دتروريستي ډلې يوه ډيپو   دميزايلو له ٥٤ ګوليو ، د٨٢ ملي متري توپ له  ٢٠ ګوليو ، دميزايلو له ٥١ سرونو او دسپکو وسلو له ٨٤ صندوقو ګوليو سره  دخوست ولايت  دصبريو په ولسوالۍ کې کشف او دملي امنيت دځواکونو لاس ته ورغلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته