سیاست

دبهرنيوچارو وزارت ويندوى: دبريتانيا د ويلز په غونډه کې دنورو مسئلو ترڅنګ له افغان امنيتي ځواکونوسره دهمکارۍ ددوام په باب خبرې کيږي

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١١  :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  پرون په يوه  خبري غونډه کې ويلي دي چې دبريتانيا  د ويلز په غونډه کې دافغانستان دموضوع په باب اجندا به دهېواد له امنيتي ځواکونوسره دنړيوالو ځواکونو دهمکارۍ ددوام په لارو چارو متمرکزه  وي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دبهرنيو چارو وزارت ويندوى احمدشکيب مستغني له رسنيو سره په غونډه کې څرګنده کړه  چې ټاکل شوې ده  دبريتانيا د ويلز په ښارکې دناټو دمشرانو په څلور کلنه غونډه کې  د افغانستان دمسئلې په باب اجندا کې  به دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره دناټو دغړو هېوادونو د همکاريو د دوام د څرنګوالي په باب  متمرکز وي  او دغه راز دافغانستان دولت هيله لري  چې په دې غونډه کې دهغه نړيوال متحدين لکه څنګه چې ژمنه يې کړې ده؛ دافغانستان له وسله والو ځواکونو سره دمرستو  او همکاريو دڅرنګوالي په باب موافقې ته ورسيږي.
ده زياته کړه: د ويلز په ښارکې  دناټو دمشرانو په غونډه کې دافغانستان  دملي دفاع د وزير دګډون په مقصد د بهرنيو چارو وزارت له خوا لازمې تيارۍ نيول شوې دي.
دغه راز مستغني ويلي دي : يو مورد چې ورباندې خبرې  کيږي؛ د لګښتونو داټکل په باب دبيا غور په باب دافغانستان وړانديز دى چې دڅلور اعشاريه يو ملياردو ډالرو څخه پنځه اعشاريه پنځو ملياردو ډالرو ته زيات شي او د هېواد د ماليې  د وزارت معين  په همدې باب دکار  او له موظفو کميټو سره  دخبرو په خاطر  لندن ته تللى دى  چې ددغې موضوع په باب خبرې اترې وکړي.
د ويلز غونډه  په داسې حال کې جوړيږي چې افغانستان  په حساس حالت کې دى.
دناپاکو رايو د پلټنې او باطلولو بهير تراوسه پورې دوام لري  او نوى جمهور رييس  چې ټاکل شوې وه په دې کنفرانس کې يې ګډون کړى واى؛ تراوسه پورې نه دى انتخاب شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته