خبرونهاقتصادفرهنګ

پروان کې ۳ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د غوايی ۱۹ مه، باختر

د پروان د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۳ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د پروان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي امان الله مجاهد د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې د یو. ان. اچ. سي. آر په مالي ملاتړ د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې پلې شوي چې په کې د یوه ښوونځي او د بګرام ولسوالۍ د رباط کلي د شورا لپاره د ودانیو او ۵ شنو خونو جوړول شامل دي.

همدارنګه د یاد ولایت د اقتصاد رئيس حافظ مجيب الله رحيمي د پوهنې د اهميت او مقام په اړه خبرې وکړې او  د دغه ښوونځي جوړېدل یې د پوهنې د ودې او پرمختګ او د زده کوونکو د ملاتړ په برخه کې يو ښه ګام وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته