۱۰۰ ورځې

وسله والو مخالفينو د عبدالله عبدالله په کاروان بريد وکړ

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
وسله والو مخالفينو نن مازيګر د سروبي په ساحه کې د جمهوري رياست د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزو په کاروان بريد وکړ.
دباخترآژانس دخبر له مخې: عبدالله عبدالله پرون په ننګرهارکې خپلې انتخاباتي مبارزې پيل کړې او کله چې کابل ته راستنيده، د سروبي په ساحه کې پرې بريد وشو.
دکورنيو چارو وزارت د ويندوى مرستيال ډاکتر نجيب الله وايي چې مخالفينو د عبدالله عبدالله د کاروان د تيريدو په وخت کې له لرې واټن يعنې له غرونوڅخه خورې ورې ډزې وکړې.
د ده دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى او د پوليسو د ځواکونو په غبرګون کې خورې ورې ډزې بندې شوې .
د ده دڅرګندونو له مخې: پوليسو په سيمه کې د مخالفينو د پلټنې عمليات پيل کړي دي .
په همدې حال کې فاضل سانچارکي وايي چې په سروبي کې خلکو د ډاکترعبدالله عبدالله هرکلي وکړ او ده د خلکو دهرکلي په ځواب کې د هغوى په غونډه کې وينا وکړه؛ پوليسو تصور وکړ چې له غونډې څخه لرې مشکوک کسان شته او پوليسو په هغوى ډزې وکړې.
ده هم  وويل: په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته