امنیت

په فراه کې يو ويشتو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٢  :
يوويشتو تنو وسله والو طالبانو ته په فراه ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړوکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په فراه ولايت کې  د اميد_١٨  او اميد_  ١٩  په نامه د امنيتي ځواکونوګډ چاڼيزعمليات د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد پيل شوي دي.
د ٢٠٧ ظفرقول اردو قوماندان تورنجنرال محى الدين غوري باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات د دغه قول اردو د دويمې پلې لوا د قوماندان بريدجنرال مير اسدالله کوهستاني په مشرۍ د نوبهار،ګينکان، رج، زاړه ښار او په يوشمېر نورو سيموکې پيل شوي دي.
په عملياتوکې شاملو ځواکونو د نوبهار په کلي کې د دښمن له بريد سره مخامخ شول   چې د هوايي او توپچي ځواکونوله ملاتړ دښمنانو ته ځپنده ګوزارونه ورکړل شول .
د دغو عملياتو په بهيرکې اووه تنه دښمنان ووژل شوي او څوارلس تنه نور يې ټپيان شوي او د دښمن  درې سراچه موټرونه ويجاړ کړاى شوي دي.
دغه عمليات په دغه ولايت کې د امنيت د تامينولو او د ياغيانوله شتون څخه د دغو سيمو د پاکولو په مقصد پيل شوي دي او د دغو سيمو زياته برخه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوې ده او دغه عمليات دوام لري.
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې څلور ماينونه هم کشف او شنډکړاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته