امنیت

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢١مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني، په مشرۍ نن له غرمې وروسته په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه. 

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د هېواد د عمومي امنیتي حالت په هکله د ملي امنیت شورا غونډې ته راپور وړاندې کړ. په ټول هېواد کې یې د افغانستان دخلکو د دښمنانو ګواښونه وڅيړل او په غونډه کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ګواښونو د دفع کولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

وروسته پاکستان ته د پلاوي د لېږلو په هکله بحث او غور وشو. د ملي امنیت شورا موظف شوي پلاوي ته مشخصه لارښوونه وکړه.

په غونډه کې په سیمه ییزو پولیسوکې د اصلاحاتو د تطبیق په موخه د نیول شویو تدبیرونو په برخه کې د کورنیو چارو وزیر له راپور سره یو ځای د سیمه ییزو پولیسو د اصلاحاتو د طرزالعمل په طرحه باندې غور وشو. د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزیر د سپارښتنو په تایید سره دغه طرزالعمل تصویب کړ.

همدارنګه د ملي امنیت شورا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ازبکستان د جمهوریت ترمنځ موافقنامه له څيړلو وروسته تصویب کړه.

د غونډې په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د ګډو کمېټو د همکاري برنامه طرحه شوه. د ملي امنیت شورا د هغوکمېټو د کار ادامه چې ایران ته د جمهور رئیس غني د سفر پرمهال په ۱۹ مواردوکې تاسیس شوې وې، تایید کړه.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته