سیاست

جمهوررئیس غني د اروپايي ټولنې هېوادونو له سفیرانو سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې هېوادونو له سفیرانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، د اروپايي ټولنې هېوادونو سفیرانو په افغانستان کې په تېر کال کې د خپلو فعالیتونو، په راتلوونکي کال کې د فعالیتونو د تنظیم څرنګوالي او د ۲۰۱۷څخه تر ۲۰۲۰کلونو لپاره د اروپايي ټولنې هېوادونو د ستراتيژیک لیدلوري په اړه معلومات ورکړل.
همدارنګه هغوی د اروپایي ټولنې هېوادونو د لومړیتوبونو او هغو مواردو په اړه چې په افغانستان کې د دغو هېوادونو فعالیتونه په کې زیات ګټور وو، خپل نظریات له جمهور رئیس سره شریک کړل.
جمهور رئیس غني د دې کتنې په پای کې په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې هېوادونو له مرستې او همکارۍ څخه په مننې ، چې هغوی زموږ د خلکو ترڅنګ دي او د افغانستان انکشاف او توسعه کې یې موثر رول درلود، قدرداني وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته