امنیت

٣ وسله وال طالبان دننګرهار په لعل پوره کې ووژل شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر:
درې  وسله وال طالبان په ننګرهار کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
  دغه طالبان تېره شپه په لعل پورې ولسوالۍ کې  دپاڅون کوونکو  په يوې قرارګاه له بريد وروسته ووژل شول .
درارسېدلو خبرونوله مخې، طالبان له دغه بريد وروسته دپوځيانو او پاڅون کوونکو له تند غبرګون سره مخامخ شول او دتېښتې لاره يې غوره کړه .
دننګرهار ولايت رسنيز دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې جګړه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه طالبان په يوې قرارګاه دبريد په وخت کې دپاڅون کوونکو په ډزو کې ووژل شول .
ويل کېږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته